د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال یې د امریکايي استازو له لوري ځینې اړیکې ترلاسه کړې وې. هغه زیاته کړې، چې دغه اړیکې د اوربند یا جګړې د درېدو په تړاو وې.
مجاهد وړاندې ویلي، که څه هم له بېلابېلو خواوو ورسره اړیکې نیول شوې وې؛ خو جګړه دومره اوږدنه نه شوه، چې د لویو هېوادونو منځنګړیتوب ته پهکې اړتیا پېښه شي.
د مجاهد په خبره؛ د سعودي عربستان، قطر او ایران په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسېدو په اړه ښه نیت ښودلی و، چې د هلو ځلو له کبله یې د دوی او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوږده نه شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله له هغو هېوادونو هم مننه وکړه، چې د جګړې پرمهال یې له دوی سره خواخوږي ښودلې وه. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له کبله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې او دواړو خواوو د اوربند پرېکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کرکه او ټکر د دواړو هېوادونو په زیان دی او باید ستونزې په سولهییزه فضا کې حل شي.

