هندي رسنۍ: هند د افغانستان لپاره سرپرست سفیر ټاکلی

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند په کابل کې د خپل سفارت له بیا پرانیستلو سره کرن یادف د سرپرست سفیر په توګه ټاکلی دی. یادف تر دې وړاندې هم په کابل کې د هند د تخنیکي ماموریت مشري کوله.

نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او د کابل د سرپرست سفیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې یې په مالدیف او سریلانکا کې د هند په سفارتونو کې دندې ترسره کړې دي.

دواړو هېوادونو تر اوسه په رسمي‌ ډول د دې ټاکنې په اړه څه نه دي‌ ویلي.

دا ټاکنه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي له سفر سره هم مهاله شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته لوړه کړې او له دې شېبې وروسته د دوی سفارت فعال دی. یاد وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه د هند ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې به د هند سفارت د افغانستان د پرمختیا، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې هڅو کې د نوي ډیلي ونډه لا پسې غښتلې کړي.

هند دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر پر مهال د شوې پرېکړې له مخې کړی دی.

د اعلامیې له مخې، د هند نوی سفارت به له طالب چارواکو سره په ګډه د متقابل باور، اقتصادي همکاریو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې د هند سفارت به په بېلابېلو برخو کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو