طالبان وایي چې له پاکستان سره هوکړه‌لیک پټ نه دی، یوازې وروستی شوی نه دی

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون لا نه دی بشپړ شوی، له همدې امله په عامه توګه نه دی خپور شوی. نوموړي د نیوکه کوونکو په ځواب کې وویل: «څنګه کېدای شي یو داسې تړون خپور شي چې لا هم وروستی شوی نه وي؟»

مجاهد دغه څرګندونې له دویچه‌وېله سره په یوه مرکه کې وکړې. هغه زیاته کړه، چې د تړون د ځینو برخو په اړه خبرې اترې د اکټوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول کې ترسره کېږي.

د هغه په وینا، دا هوکړه هېڅ پټه موضوع نه لري او اصلي ټکي یې مخکې په یوه رسمي اعلامیه کې خپاره شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت هم د تړون عمومي ټکي اعلان کړل، چې پکې اوربند، متقابل درناوی، د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو او تاسیساتو ته د بریدونو څخه ډډه او د یو بل پر وړاندې د بریدونو ملاتړ نه کول شامل دي.

یاد وزارت ټینګار وکړ: «له دې هاخوا هر ډول څرګندونې اعتبار نه لري.»

په ورته وخت کې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې له طالبانو سره د اوربند تړون جزییات محرم دي او په دې اړه تبصره ممکنه نه ده. هغه ټینګار وکړ، چې که په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له‌خوا بریدونه دوام ومومي، نو اوربند به لغوه شي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې طالبان به د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو ملاتړ ونه کړي، ځکه دا دریځ د طالبانو د رسمي تګلارې یوه برخه ده.

د ټي‌ټي‌پي په اړه هغه وویل، چې د طالبانو اداره دا ډله ترهګره نه ګڼي، بلکې د پاکستان د حکومت مخالفه ډله یې بولي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې د ترهګر کلمه زموږ پر وړاندې کارول کېده. دا کلمه روښانه تعریف نه لري او هرڅوک کولی شي دا د خپل دوښمن پر وړاندې وکاروي.»

د طالبانو ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اړه دا هم وویل، چې د دې مسلې حل کول د «ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو» مسله ده.

هغه ټینګار وکړ، چې تاریخي مسلې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنیو اړیکو ته زیان ونه رسوي.

نور خبرونه

رادیو