ایران په تېره یوه میاشت کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

په ایران کې د تلې میاشتې په اوږدو کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام شوي دي. معلومات ښيي، چې یوازې د تلې میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۸ زندانیان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

په ایران کې د تلې میاشتې د اعدام شویو کسانو د شمېرو پر بنسټ، په اوسط ډول هره ورځ ۸ تنه او په هرو درېیو ساعتونو کې یو تن زنداني اعدام شوی.

د ایران د بشري حقونو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) راپور ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې دغه اعدامونه د ایران بیرجند، شېراز، تهران، کرمانشاه، تایباد، یزد، زنجان، قزوین، قزلحصار کرج، ګرګان او قُم ښارونو او زنداونو کې تر سره شوي‌ دي.

یاد مرکز د همدې کال د تلې میاشتې ته «له ۱۳۶۷ کال د ډله‌ییزو اعدامونو راوروسته د زندانونو لپاره تر ټولو د خونړۍ میاشتې» نوم ورکړی دی.

دغه اعدامونه تر ډېره د نشه‌يي توکو او قتل له قضیو سره تړاو لري.

په دې اعدامونو کې د سراج‌الدین ابي‌اطالبي، محمد شمس او محمد ابراهیمي په نوم درې افغانان هم شامل دي.

که څه هم د دوی بشپړ هویت لا نه دی معلوم شوی؛ خو په راپور کې راغلي چې دغه افغانان د نشه‌يي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې اعدامونه د دوی د کورنیو د خبرتیا او د وروستۍ لیدنې پرته ترسره شوي.

په راپور کې راغلي، چې لا هم په ځینو ښارونو او زندانونو کې د اعدامونو لړۍ روانه ده.

د بشري حقونو سازمانونو د ایران د قضایي فشار د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ایران د اعدامونو د څپې پر وړاندې غبرګون وښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په خپل تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وړاندې کړی، د ایران د بشري حقونو وضعیت ناوړه انځور وړاندې کړی دی.

هغه د اعدامونو د زیاتېدو، د بندیانو د شکنجې، د اقلیتونو د ځپلو او د مدني ازاديو د لا ډېرو محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادولو ده، چې انټونیو ګوترېش د ایران له‌ خوا د نړۍوالو سپارښتنو په بابیزه نیولو خواشیني څرګنده کړې.

نور خبرونه

رادیو