بېنېټ پر طالبانو غږ کړی چې زر تر زره ټول اعدامونه او د مرګ سزاوې ودروي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان عدلي سیستم د خپلواکۍ او عادلانه قانوني بهیر هېڅ نښه نه لري او دا مساله ډېره وېروونکې ده.

ریچارډ بېنېټ دا څرګندونې تېره اونۍ په بادغیس کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د یوه کس اعدام کېدو ته په غبرګون کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا اعدامونه نه یوازې د محکوم کس انساني حیثیت له منځه وړي، بلکې د ټولنې نورو وګړو ته هم د اعدام د صحني په لېدلو سره زیان اوړي.

بېنیټ ویلي:«د طالبانو له خوا عامه اعدامونه او نورې ظالمانه سزاګانې یوازې یو وېروونکی تشدد نه دی، بلکې دا قصدي عمل دی او د خلکو د کنټرول او وېرې د خپرولو لپاره کارول کېږي، دا عمل باید وغندل شي».

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې ټول اعدامونه ودرول شي او د مرګ سزا دې په بشپړ ډول لغوه شي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې له خوا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۱ کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.

نور خبرونه

رادیو