د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (یو اېن–هېبیټاټ) خبرداری ورکړی، چې د افغانستان لوی ښارونه د هوا له سختې ککړتیا سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کړې ده.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د ښارونو د هوا د ښهوالي لپاره باید د پاکې انرژۍ کارول او شنې ساحې زیاتې شي، څو د خلکو ژوند او روغتیا خوندي پاتې شي.
د یاد سازمان په وینا، د موټرو لوګي، صنعتي تولیداتو، د سکرو او پلاستیک سوځولو له امله په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا په بېساري توګه لوړه شوې ده.
له دې مخکې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي و، چې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره یې په کابل ښار کې د څلور زرو څخه د زیاتو لوګیاېښوونکو موټرو تګ راتګ منع کړی دی.
کابل اوس د نړۍ له تر ټولو ککړو ښارونو څخه شمېرل کېږي. د نړۍوالو راپورونو له مخې، د دې ښار د هوا د کیفیت شاخص له ۱۰۰واحدونو پورته تللی او اوس په «ناسم او ناسالم» حالت کې دی.
کارپوهان وایي، د کابل د هوا د خرابوالي اصلي لاملونه د ککړو موادو خپرېدل او د هوا د جریان بد وضعیت دی. هغوی زیاتوي، چې د اوږدې جګړې، تاوتریخوالي او د چاپېریال ساتنې د پاملرنې نشتوالي له امله افغانستان په یو ککړ او وچ هېواد بدل شوی دی.

