د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږکال په هېواد کې د ځمکني توتانو تولید د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیات شوی دی. دا زیاتوالی د وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د وروستیو شمېرو پر بنسټ اعلان شوی.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په روان کال (۱۴۰۴ ) کې په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي، چې دا د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږکال په ټولیز ډول ۱۰۸۱ هکټاره ځمکه باندې په شپږو ولایتونو کې ځمکني توتان کرل شوي او د بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونه د دې مېوې د ډېرو حاصلاتو له امله په لومړي کتار کې راځي.
تېر کال په افغانستان کې ۵۷۵ هکټاره ځمکه د ځمکني توتانو د کرکېلې لپاره ځانګړې شوې وه، چې له هغې څخه ۶۲۲ متریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و.
د وزارت په وینا، د بلخ، هرات او ننګرهار ترڅنګ، د بدخشان، پنجشیر او دایکندي ولایتونو بزګرانو هم دغه مېوه کرلې ده.
ځمکني توتان د افغانستان له ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي، چې د مناسب اقلیم له امله یې کرنه او پراختیا په وروستیو کلونو کې چټکه شوې ده.
د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅې روانې دي چې د بزګرانو د ملاتړ، د شنو خونو د جوړولو او د تخنیکي روزنو له لارې د دې مېوې کرنه او ترویج لا پراخ کړي.

