صالح: پر ټي‌ټي‌پي د پاکستان بریدونه ناکام او طالبان د ای‌ایس‌ای غوښتنو ته تسلیم شول

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال صالح ویلي، طالبان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپل ځواک او استقلال دعوې کولې، د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې غوښتنو ته تسلیم شوي دي. له بلې خوا هغه ویلي چې د پاکستان پوځ د ټي‌ټي‌پي د مشر نور ولي مسید په وژلو کې استخباراتي ماته خوړلې.

صالح د چارشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «طالبان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپل ځواک او استقلال دعوې کولې، بالاخره د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) غوښتنو ته تسلیم شول او یو پټ تړون یې لاسلیک کړ، چې د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پرمختګ به د (ای‌ایس‌ای) د شرایطو له مخې ارزول کېږي.

همدا راز صالح لیکلي چې د څلورو کلونو له څارنې وروسته د پاکستان هوايي ځواک د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د مشر نور ولي مسید د له منځه وړلو هڅه وکړه، خو هدف یې خطا شو او مسید ژوندی پاتې شو.

نوموړي دا پېښه یوه ستره سیاسي او استخباراتي ناکامي بللې ده.

صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، د دواړو لوریو پروپاګند ته له پام پرته، دا تازه پېښې ښيي چې پاکستان د استخباراتو او هدف ټاکلو په برخه کې کمزوری دی او طالبان بیا له سیاسي کمزورۍ او انحصار سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د نښتو او تاوتریخوالي یوازینۍ پایله د ډیورند فرضي کرښې د دواړو خواوو پوځي کېدل دي، نور هېڅ نه.

نور خبرونه

رادیو