د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ورسره ژمنه کړې چې له روسیې څخه به نور تېل نه پېري او له پاکستان سره د جګړې د مخینوي لپاره یې هم ورسره خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د دیوالي په مراسمو کې وویل، هند له روسيې څخه د تېلو پېرل کم کړي او دواړه مشران غواړي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي. ټرمپ زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې روانې دي.

