د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه وايي، له پاکستان نه د افغان کډوالو جبري ډله ییزې ایستنې نه یوازې د دوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې زرګونه افغانان یې په خطرناکو انساني شرایطو کې پریښي. دې ټولنې پر نړیوالو د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو غږ کړی.
د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (ایچ ار ډي) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال په پای کې د غیرقانوني بهرنیو اتباعو د ایستلو په طرحه کې سلګونه زره افغان کډوال له هېواده ایستلي او په وروستیو میاشتو کې دا پروسه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله چټکه شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې هېواد ته ډېری بېرته ستنو شويو افغانانو د ژوند اساسي حقونه، اقتصادي امکانات او امنیت له لاسه ورکړي دي.
دغه سازمان ټینګار کوي، چې دا اقدامات د پاکستان د کورنیو قوانینو او نړیوالو بشري اصولو خلاف دي.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د پاکستان اساسي قانون او د بهرنیو اتباعو قانون د تبعیض پر وړاندې د عدالت، د ژوند حق، د عادلانه محاکمې حق او د شکایت حق تضمینوي، خو کډوال په زور او ډله ییزه توګه اېستل کیږي.
اعلامیه څرګندوي، چې په دې اخراج کې ښځې، ماشومان، ژورنالیستان، د بشري حقونو فعالان، پخواني حکومتي کارکوونکي او هغه افغانان شامل دي، چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له شکنجې، مجازاتو یا د قتل له خطر سره مخ کېږي.

