د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې او تقریر موضوع «د نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې ده. دغه وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې «د ګاونډویو وروستۍ دسیسې د نړۍوال فشار برخه ده.»
د دغه وزارت له لوري په خپور شوي تفصیلي پیغام کې راغلي، چې نړۍوال او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه غواړي د فشارونو په راوستلو سره خپلې ناروا غوښتنې پر افغانانو ومني؛ خو دوی به هیڅکله دغه موخې ته ونه رسېږي.
په پیغام کې زیاته شوې، چې پاکستان غواړي د افغانستان بهرنی سیاست د دوی په خوښه عیار شي او د دوی ټولې غوښتنې په پام کې ونیول شي؛ نو ځکه بېګناه ولسي وګړي وژني او هڅه کوي چې ګډوډي رامنځته کړي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دغه راز ویلي، که څه هم افغانستان له سخت پړاوه تېرېږي؛ خو که ولس خپل یووالی وساتي او یو موټی شي ستونزې به حل شي. د یادونې وړ ده، چې طالبانو تېره اوونۍ هم د جوماتونو امامانو ته سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو خلکو ته تقرویرونه وکړي او هغوی د دوی د ځواکونو ملاتړ ته وهڅوي.

