د روغتیا نړۍوال سازمان سېشنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره یو مېلیون یورو بشري مرسته کړې چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د اروپايي ټولنې مرستې ۷ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرسته به له یاد سازمان سره مرسته وکړي چې تازه راستنو شویو کډوالو ته لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

