د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د تکواندو لوبغاړي تر سختو تمرینونو وروسته د تکواندو د اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره چې تر راتلونکو دوو ورځو په چین کې پیلېږي؛ په بشپړ ډول چمتو دي.
د یاد فدراسیون له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په پرلهپسې ډول د چین د ووشي ښار په جمنازیم کې خپل تمریتونه کړي چې همدغه ښار به د تکواندو د نړۍوالو سیالیو کوربه وي.
د معلوماتو له مخې؛ د تکواندو د نړۍوالو اتلولیو رسمي سیالۍ به دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ په رسمي ډول پیل شي.
افغان لوبډله په دغه نړۍوالو سیالیو کې د اتلسو هېوادونو له زرګونه ورزشکارانو سره یوځای د اتو لوبغاړو په استازیتوب برخه اخلي. د فدراسیون د خبرپاڼې له مخې؛ افغان لوبغاړي له سختو تمرینونو او څو ورځنیو تمریني غونډو وروسته اوس د سیالیو لپاره بشپړ چمتو دي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر ترهکي ویلي، چې د لوبډلې غړي په فزیکي او تخنیکي لحاظ ښه چمتووالی لري او موخه یې دا ده چې د هېواد لپاره غوره پایله ترلاسه کړي. نوموړی تمه ښودلې، چې افغان لوبډله به په لوړ مورال په یادو سیالیو کې په ګډون سره افغانستان ته ویاړونه راوړي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ تراوسه پورې د نړۍ له نږدې ۲۰۰ هېوادونو څخه له زرو ډېر تکواندو لوبغاړي د دغه سیالیو لپاره نوملیکنه کړې او اټکل کېږي، چې دغه شمېر به په راتلونکو دوو ورځو کې لا زیات شي.
د تکواندو نړۍوالې اتلولۍ سیالۍ د المپیک د نړۍوال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې د دغه سیالیو پایلې د لوبغاړو پر ډلبندۍ مسقیم اغېر لري.

