د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابوالي او د روان ترینګلي وضعیت په اړه ژوره خواشینې ښودلې. هغه له زندانه په یوه تفصیلي پیغام کې ویلي، چې له طالبانو سره ستونزې باید په سولهییزه فضا کې حل شي او په ټکو یې کرکه او ټکر د هیچا په ګټه نهدی.
عمران خان ویلي:« له تېرو درېیو کالو راهیسې مو په وار، وار ټنیګار کړی، چې له افغانستان سره باید اړیکې په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې وپالل شي.»
نوموړي په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته د پاکستان اوسني حکومت ته نیولې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادنو ستونزې یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې د خلکو د رښتینو استازو له لوري ورته ګټورې پالیسۍ جوړې شي.
عمران خان زیاته کړې:« زما د حکومت پرمهال په پښتونخوا او افغانستان کې ستونزې په تدبیر حل کېدې او حالت پر سم لوري روان و؛ خو د رژیم له بدلون سره ورځ تر بلې وضعیت مخ په خرابېدو دی.»
عمران خان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې دي. په ورستیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بمبارۍ وشوې، چې په غبرګون کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
طالبانو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر نښتو وروسته لاهم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې لارې تړلې دي او یوازې د سپین بولدک لاره د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.

