طالبانو د ننګرهار او کندز له زندانونو د ښځو په ګډون ۲۸۲ بندیان خوشې کړل

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو سمون اداره وايي، چې د ملا هبــت الله د ځانګړي فرمان له مخې یې د ښځو په ګډون د ننګرهار له زندان نه ۲۱۹ او د کندز له زندان نه ۶۳ بندیان خوشې کړل.

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کندز له زندان نه د خوشې شویو ۶۳ بندیانو د حبس پاتې موده وبښل شوه او د ۹۲ تنو نورو بندیانو د بند موده کې تخفیف راغلی دی.

همدارنګه په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو سمون رییس سهیل سعید ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې، د ننګرهار په مرکزي زندان کې ۶۶۹ بندیانو ته عفوه او تخفیف ورکړل شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د یاد فرمان له مخې، د ننګرهار له زندان نه ۲۱۹ بندیان خوشې شول او ۴۵۰ تنو نورو ته د بند مودي تخفیف ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په زندان کې دمګړی شاوخوا ۲۰۰۰ بندیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو سمون ادارې ویلي، هغه بندیان د هبت الله په ځانګړي فرمان کې شاملوي، چې د یادې ادارې له خوا په زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب، زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې برخه اخیستې وي او په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي.

نور خبرونه

رادیو