د پاکستان پولیسو افغان خبریال محمد اغا سیلانی په راولپنډۍ کې نیولی

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

افغان خبریال محمد اغا سیلانی، پاکستاني پولیسو د راولپنډۍ په فیصل ټاون ښارګوټي نیولی دی.

د سیلاني خپلوان وایي، چې هغه له پرون راهیسي د پولیسو په بند کې دي، او په زوره افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دی.

د راولپنډۍ پولیسو د هغه د نیولو د دلیل په اړه لا تر دې مهال څه ندي ویلي، خو پولیسو په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان کډوالو پر ضد کور په کور د تلاشیو، نیونو او اجباري اخراج بهیر چټک کړی دی، په ځانګړي ډول په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې.

بلخوا د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د محمداغا سیلاني د نیول کېدو پېښه غندلې، او دا یې د رسنیو د ازادۍ او افغان کډوالو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

په اعلامیه کې راغلي، « تر اوسه هېڅ یوې پاکستانۍ دولتي ادارې د [سیلاني] د نیول کېدو دلیل نه‌دی روښانه کړی. دا ډول چلند نه یوازې د بشري اصولو او د کډوالو د ملاتړ له نړۍوالو تړونونو سره په ټکر کې دی، بلکې په پاکستان د مېشتو افغان خبریالانو ژوند او ازادي یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړې، چې افغان خبریال سیلانی دې له شرط او ځنډ پرته خوشې شي.

سرچینې وايي، له هغه وروسته چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښتې رامنځته شوې د اسلام‌اباد حکومت د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو