د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو مسوولینو ویلي، په دغه ښار کې د هغو افغانانو د نیونې عملیات په چټکۍ روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
پاکستاني رسنیو د لاهور د پولیسو د یوه مشر بلال صدیق له قوله ویلي، ټول هغه افغانان به ونیسي چې قانوني اسناد نهلري. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د افغانانو د نیولو په تړاو جوړه شوې ناسته کې یو ځل بیا پولیسو ته د عملیاتو د پراخېدو او چټکوالي سپارښتنې شوې دي.
پاکستاني رسنیو همدا شان ویلي، چې یوازې په لاهور نه بلکې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د بېاسناده افغانانو د نیولو عملیات روان دي او هغوی چې اسناد نهلري په هیڅ ډول به د پاتې کېدو اجازه ورنهکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې هم د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک شوي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.
پرون د اسلاماباد او راولپنډۍ پولیسو په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلې دي.
په دغه ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورغلي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبولې او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتې او پهکې مېشت افغانان یې نیولي دي.
د دوی په وینا؛ پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نهلري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.

