د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته؛ په بلوچستان کې د کورونو بیې خورا ټیټې شوې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د بلوچستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته، په دغه ایالت کې د ملکیتونو بیې تر ۹۰ سلنې پورې راکمې شوې دي. د راپورونو پربنسټ؛ په وروستیو کې له بلوچستان نه شاوخوا ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د کویټې په ختیځ بای‌پاس، سټلایټ ټاون، نواکلي او پښتون‌اباد سیمو کې چې افغان کډوال له نږدې څلورو لسیزو راهیسې په‌کې مېشت وو، د کورونو بیې د دوی له اېستلو وروسته ۷۰ تر ۸۰ سلنې راټیټې شوې او په ورته وخت کې د خروټ‌اباد، سریاب‌روډ او ځینو نورو سیمو کې بیا بیې تر ۹۰ سلنې پورې ټیټې شوې دي.

په راپور کې د دې برخې له کاروباریانو سره مرکې شوې او ډیرو یې ویلي، چې په وروستیو کې د ملکیتونو د پېر او پلور کچه په بشپړ ډول درېدلې چې له کبله یې دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی خبرداری ورکړی، که حکومت د ملکیت سکتور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته نه‌کړي؛ نو دغه برخه به له سخت اقتصادي سقوط سره مخ شي، چې د کویټې پر عمومي اقتصاد به هم منفي اغېز ولري.

په بلوچستان کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو ۱۰ پنډغالي تړل شوي او په‌کې مېشت ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په بلوچستان کې د افغانانو د نیونې لړۍ هم په چټکۍ روانه ده.

په وروستیو کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې او هره ورځ د سلګونو کورنیو د ستنولو په اړه خبرونه ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینو ستانه شویو افغانانو ویلي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا په جبري توګه اېستل شوي او د کورونو سامان، نغدې پیسې او ان په بانکونو کې يې شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.

طالبانو په پاکستان کې د افغانانو د پانګې او ملکیتونو په تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پانګې یرغمل‌کېدو ته په اشارې ټینګار کړی و، چې هېڅوک نه‌شي کولای د افغانانو ملکیتونه غصب کړي.

نور خبرونه

رادیو