له پاکستان نه تازه اېستل شوي افغانان شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو لوټلي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې یو تازه ستون شوی افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له چلند او بډو اخیستو نه شکایت کوي. د عبدالکریم په نوم دغه کس وایي، پاکستاني پولیس د دغه هېواد بېلابېلو ایالتونو کې افغانان ځوروي او په زوره ترې پیسې اخلي.

هغه زیاتوي: «له ما یې خپله پیسې واخیستې او زما د اکا زامن یې هم وځورول. زما کور همدا اوس هلته ډک پاتې شوی او زه یې راوویستم.»

تر دې دمخه هم افغان کډوالو په اسلام‌اباد او نورو ایالتونو کې شکایتونه کړي، چې پولیس ان له قانوني اسنادو او ویزو سره، سره دوی نیسي او ترې د پیسو یا بډو اخیستلو ته پلمې جوړوي.

له بل پلوه د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.

نور خبرونه

رادیو