د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلې ۷۶مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د ده د سږ کال تر ټولو ستره ډالۍ د ایران د اټومي ګواښ مهارول دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم «ځینې نیمګړي کارونه» د ده د حکومت په اجنډا کې پاتې دي.
نتنیاهو د سهشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) ۷۶کلن شو، هغه د خپلې کلیزې په ورځ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغه څه چې زه یې د ځان لپاره خوښوم، دا هماغه څه دي چې د خپل هېواد لپاره یې غواړم.»
نوموړي زیاته کړه: «سږ کال موږ یوه لویه ډالۍ ترلاسه کړه. زه څلوېښت کاله کېږي چې د ایران له لوري د اټومي ګواښ د مهارولو په اړه خبرې کوم او سږ کال موږ په ایران او سیمه کې یوه ستره لاستهراوړنه درلوده. سترې بریاوې مو ترلاسه کړې، خو لا هم یو شمېر کارونه ناتمام پاتې دي.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې د خپل هېواد لپاره یې اصلي هیله «قدرت، امنیت او سوله» ده.
بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ده حکومت د ایران د اټومي پروګرام، د حماس له ډلې سره د جګړې او د کورنیو سیاسي ستونزو له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.

