پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان د ټيټيپي، داعش او القاعده پناه ځای دی، خو افغانستان بیا وايي، پاکستان د داعش او ټيټيپي د زېږېدو مرکز دی او دمګړی هم هلته فعال دي.
دوی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې کلونه وړاندې د القاعده پخوانی مشر اسامه بنلادن بیا د پاکستان په اېبټ اباد کې ووژل شو.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د پاکستان له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور یوازې د پاکستان ادعا نه، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپورونو کې یې هم پخلی شوی دی.
اصف دراني په ډاګه وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضوره د طالبانو انکار د نړۍوالې ټولنې له لوري نه منل کېږي او همداراز یې زیاته کړه، طالبان باید د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د ټيټيپي پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شوې جګړې په تړاو ځانګړي خبري کنفرانس کې په ډاګه وویل، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په پوره قوت سره ځپل شوی او په وینا یې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»
د مجاهد په وینا، داعش څو کاله مخکې د ډیورند کرښې ها خوا په اورکزیو ساحه کې سر راپورته کړ او مشري یې هم د سعید خان په نوم د یوه پاکستاني پر غاړه وه او پر کابل د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته دغه ډله د دوی له لوري ځپل شوې او اوس په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټنځایونه او مرکزونه جوړ کړي او له نورو هېوادونو نوي استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته یې بیا افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.
ذبیحالله مجاهد وویل، «زموږ د اطلاعاتو لهمخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید ور وسپارل شي.»
مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، چې که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.
له دې سره سم، د ټيټيپي د جوړښت په تړاو د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزی بیا وايي، ټيټيپي د پاکستان د استخباراتو محصول دی او په ۲۰۰۷ کال کې یې له مختلفو ډلو جوړه کړې ده.
معصوم ستانکزی: ټيټيپي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
ستانکزی زیاتوي: «په پاکستان کې کله چې ټيټيپي تشکیلېده په ۲۰۰۷ کال کې په هغه وخت کې مختلفې ډلې هلته وې د دې لپاره چې پاکستان له نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له فشارونو چې ګواکې دوی له طالبانو حمایت کوي د ټيټيپي په جوړولو کې د دوی استخباراتي ادارو سره کار وکړ او دغه ډلې یې سره یو ځای کړلې او د ټيټيپي یا د تحریک طالبان پاکستان په نوم باندې سره راجوړې کړلې.»
د محمد معصوم ستانکزي په باور ټيټيپي دمګړی د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېریو قبایلي سیمو کنټرول لري او همداراز د بلوڅ ازادي غوښتونکي بیا د بلوچستان په ډېریو سیمو ولکه لري او په وینا یې له یوه بل هېواده د دغو ډلو کنټرولېدل ډېر ستونزمن دي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ټيټيپي د پاکستان داخلي مساله وبلله او له پاکستان څخه یې وغوښتل، چې له تحریک طالبان پاکستان سره خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د طالبانو دفاع وزیر: موږ پاکستاني وسلهوال ترهګر نه ګڼو | افغانستان انټرنشنل پښتو
پاکستاني طالبانو د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې «جهاد» اعلان کړی او په پاکستان کې د افغان طالبانو په څېر حکومت غواړي.
د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی په ټينګار سره وايي، په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده.
د ستانکزي په وینا، تر هغې چې په دغه سیاست کې په حقیقي توګه بدلون رانهشي نو له افغانستان سربېره به پاکستان هم له لویو ستونزو سره مخ وي.

