د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن سېشنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، چې بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بګرام اډې ته د امریکایانو د بیا راتګ په اړه ویلي، په تېرو شلو کالو کې د امریکایي ځواکونو حضور له ناامنۍ، ترهګرۍ او د نشهيي توکو له زیاتوالي پرته بله پایله نهلرله.
په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه د ښاغلي بقايي یوه ویډیو خپره کړې، چې پهکې ویل شوي دوی بګرام ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان او سیمې لپاره د ناامنۍ او بېثباتۍ لامل بولي. بقايي وايي، لومړی د نیویارک په څلور اړخیزه غونډه او بیا د مسکو په غونډه کې د بګرام پر موضوع تاوده بحثونه شوي دي.
د بقايي په وینا؛ د دې دوو غونډو برخهوالو په یوه خوله وویل، چې باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي. هغه وویل، چې په بګرام کې د پردیو ځواکونو حضور د افغانستان په ګډون د سیمې په ټولو هېوادونو کې ناامني او ستونزې جوړوي.
تر دې وړاندې د مسکو فارمټ د غونډې په اعلامیه کې هم په روښانه ډول د بګرام اډې په اړه غبرګونونه ښودل شوي. د یادې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي وو، د هغو هېوادونو هڅې چې غواړي خپلې پوځي زېربناوې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، د سيمې د سولې او ثبات په ګټه نهدي او بايد ودرول شي.

