یوشمېر خوشې شویو اسراییلي یرغملو د سېشنبې په سهار (د تلې ۲۹مه) په تل ابیب کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د سپینې ماڼۍ له سلاکار جرډ کوشنر سره لیدلي دي.
په غونډه کې د خوشې شویو یرغملو له ډلې عمري میران، ګال برمن، زیو برمن، یوسف حاییم اوهانا، ماتان انګریسټ، بار کوپرشتاین، سیګو کالفون، نیمرود کوهن او ایتان هورن برخه اخیستې وه. له بل پلوه اسراییلي چارواکي د وېټکاف او کوشنر سره د نتنیاهو لیدنه «ګټوره» بللې ده.

