د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې د کابل ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۱۱ «اسلامي پولیسو» د فراغت مراسم د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ترسره شول.
نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې فارغو شويو پولیسو څومره موده نظامي زده کړې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، په اېکس کې لیکلي، چې په دې مراسمو کې فارغو شویو پولیسو د ترلاسه شویو زده کړو پر اساس ځانګړي نظامي حرکتونه نندارې ته وړاندې کړل.
په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان پاسوال قاري روح الله (عبیده) او د کابل د علماوو شورا رییس خلیفه دین محمد فارغو شوو پولیسو ته د شرعي احکامو پلي کولو او د ښو اخلاقو او صداقت په تړاو ویناوې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د غونډې په پای کې فارغو شویو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

