ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند باید دوام وکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

فرایډې ټایمز وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان دوجاریک په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې ویلي، هیله لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند دوام وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټولې شخړې باید له ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

هغه ویلي: «په افغانستان او پاکستان پورې اړوند موضوعګانو کې موږ هیله‌مند یو چې اوربند به پر خپل حال پاتې شي او ټولې ستونزې او مسلې به د ډیپلوماسۍ له لارې هوارې شي.»

ښاغلي دوجاریک زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم د وروستیو بدلونونو څارنه کوي او له اړوندو خواوو سره په ارامه توګه اړیکه نیسي، ترڅو دواړه خواوې وهڅوي چې له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د شخړې د بیا راپارېدو لامل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو د تېرې یکشنبې په ورځ د وروستیو نښتو له امله داوربند پرېکړه وکړه.

دغه اوربند د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه له خبرو اترو وروسته اعلان شوی دی.

د خبرو اترو منځګړیتوب تر ډېره د قطر له‌خوا ترسره شو، چې د ترکیې ډیپلوماتیک ملاتړ یې هم درلود.

دغه خبرې د قطر د سیمه‌ییز منځګړیتوب د پراخېدونکي رول برخه بلل کېږي، چې تمرکز یې د کړکېچونو او د امنیتي اندېښنو د حل او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ګډو میکانیزمونو پر جوړېدو و.

نور خبرونه

رادیو