امریکایي رسنۍ «سياېناېن» د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هیلې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به ژر وګوري، له خنډ سره مخ شوې دي.
د ټرمپ د ادارې يوه چارواکي سياېناېن ته ويلي، چې «په نږدې راتلونکي کې د دواړو مشرانو د ليدنې هېڅ پلان نه شته.»
تر دې وړاندې ټرمپ ويلي وو، چې د نړۍوالو امنيتي او اقتصادي مسايلو د بحث لپاره غواړي له پوتين سره مخامخ ناسته وکړي، خو د راپور له مخې، دا هڅې د سياسي او ډيپلوماتيکو محدوديتونو له امله وځنډېدې.
څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي، د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لوریو د هغو مشخصو ګامونو پر عملي کولو خبرې وکړې، چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ په وروستۍ اړیکه کې پرې هوکړه شوې وه.

