په ایران کې یو ښوونکی د افغان زده‌کوونکي د سپکاوي له امله له دندې ګوښه شو

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د ایران د ښوونې او روزنې چارواکو ویلي، هغه ښوونکی یې له دندې ګوښه کړی چې له یوه افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و. دا کار تر هغه وروسته وشو، چې په یوه ایراني ښوونځي کې له افغان زده‌کوونکي سره د سپک چلند ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه.

د ایران د پارلمان د ښوونې او څېړنو کمېسیون غړي محمدرضا احمدي سنگري ویلي: «هغه ښوونکی چې له افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و له دندې ګوښه شوی دی.» نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمېسیون دغه موضوع څېړي.

په ویډیو کې ښکاري، چې یو افغان ماشوم د کتاب متن لولي او وایي:« زموږ د هېواد نوم ایران دی.» خو ښوونکی د ماشوم خبرې پرې کوي او ترې پوښتي چا ویلي، چې ستاسې د هېواد نوم ایران دی؟ تر دې پوښتنې وروسته ښوونکی ماشوم ته وایي: ایران یوازې د ایرانیانو ملکیت دی.

زده‌کوونکی هڅه کوي د کتاب لوستلو ته دوام ورکړي او وایي:« موږ ایران خوښوو، ایران زموږ لوی کور دی.» خو ښوونکی یې بیا خبرې پرې کوي او پوښتي: چا ویلي چې ایران ستاسې لوی کور دی؟ ایران یوازې د ایرانیانو کور دی.

دغه ویډیو چې په خواله رسنیو خپره شوې، د افغانانو او ایرانیانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. ډېرو خلکو د ښوونکي دغه توپيري چلند غیرانساني بللی او د ایران د ښوونې او روزنې له وزارته یې غوښتي، چې د ښوونکو چلند وڅاري.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تر دې مخکې چې د ایران حکومت افغان کډوال له دغه هېواده وباسي، د ایران په ښوونځیو کې ۶۰۰زره افغان زده‌کوونکو زده‌کړې کولې؛ خو ایراني چارواکي وایي، چې د کډوالو تر اېستلو وروسته دغه شمېر کم شوی دی.

نور خبرونه

رادیو