د راپورونو پربنسټ؛ د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي د بند پنځه کلنه موده سر له نن نه پیلېږي. وړاندې سرکوزي یوې ورځپاڼې ته ویلي و، چې له زندانه وېره نهلري.
هغه چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲کاله پورې د فرانسې ولسمشر و، له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته لومړی فرانسوي مشر دی چې زندان ته ځي. نوموړی د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له لیبا نه د ناقانونه مالي مرستو په ترلاسه کولو تورن دی او د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوی دی.

