د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د افغانانو لپاره د کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د بهرنیو وګړو په اړه د یاد هېواد د تازه تګلارو په اړه ویلي، چې د افغان کډوالو د حضور مدیریت لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.
بقايي زیاته کړې: «موږ د بهرنیو وګړو د حضور د سمون لپاره ځينې اقدامات کړي، چې په دې لړ کې د افغانانو لپاره د کاري ویزو ډول او صادرولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دي.»
ایران دغه خبره تر هغه وروسته کوي، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا لوی مدیر محمدرضا بهرامي په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې افغان کډوالو ته به ۲۰۰زره کاري ویزې ورکړي.
په دې لیدنه کې بهرامي ټینګار وکړ، چې په ایران کې د بېاسناده افغان کډوالو د قانوني مېشتېدو لپاره به مناسبې لارې چارې ولټوي. دغه ډول نوموړي د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خوښي وښوده او اعلان یې وکړ، چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ایران یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې تر ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال له ایران نه اېستل شوي دي.
کارپوهان وایي، چې د ایران لهخوا د ۲۰۰زره کاري ویزو ورکړه به په ایران کې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ خو له ایران نه اېستل شوي کډوال وايي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د پولیسو لهخوا نیول شوي او له ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي.

