د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس د اقلیمي بدلون اړوند د کاپ-۳۰ نړۍوال کنفرانس لپاره د چمتووالي په ۴مه مشورتي غونډه کې وویل، هڅې کوي چې یاد نړۍوال کنفرانس ته تلونکی پلاوی په پوره موثریت سره ګډون وکړي. د اقلیمي بدلون په تړاو دغه غونډه به راتلونکې میاشت په برازیل کې پیل شي.
مطیعالحق خالص د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په یاده مشورتي غونډه کې چې د اړوندو دولتي ادارو له استازو سربېره د یو شمېر ملي او نړۍوالو بنسټونو استازو، متخصصینو او د پوهنتونونو استادانو هم حضور درلود، وویل: «موږ هڅه کوو چې کاپ-۳۰ نړۍوال کنفرانس ته تلونکی پلاوی به په پوره مؤثریت سره ګډون وکړي، په ګډه توګه، منسجم او پوره همغږۍ سره خپل غږ په نړۍوالو سټیچونو کې پورته کړي.»
خالص زیاته کړه، د دوی له ګډې کړنلارې څخه به ملي او نړۍوالې ادارې په یوه ډول نه، یوه ډول سره مستفیدې شي.
سره له دې چې لا تراوسه روښانه نه ده، چې طالبان به دغې غونډې ته وبلل شي او که نه، خو مطیعالحق خالص وايي، چې په «COP-30» نړۍوال کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د سفارتونو، بهرنیو استازولیو او بهرنیو چارو وزارت سره خپلې هڅې جاري ساتلې دي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، په دغې مشورتي غونډه کې د یوناما استازې ډاډ ورکړ، چې برازیل ته د تلونکي پلاوي لپاره یې مالي سرچینې برابرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د اقلیمي بدلون په تړاو د «COP-30» نړۍواله غونډه به په نږدې راتلونکې کې د برازیل په کوربتوب پیل شي.

