د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر کوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

په پام کې ده، چې نن له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي. پاکستاني رسنیو د خپلو رسمي سرچینو له حوالې راپور ورکړی، چې دغه پلاوی به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د شخړو او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه سفر له وړاندې پلان شوی و او پر ډیورنډ کرښه له وروستیو نښتو سره هیڅ تړاو نه‌لري. طالبانو لا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو