د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس او مېرمن یې اوشا وېنس په یوه رسمي سفر اسراییل ته تللي دي. د راپورونو پربنسټ؛ وېنس په غزه کې د اوربند تړون عملي کولو ته د ښکېلو خواوو د هڅونې لپاره اسراییل ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې اسراییل او حماس یو بل د اوربند په نقضولو تورن کړي وو.

