سویډن او اتریش افغانستان او سوریې ته د کډوالو پر استولو غونډه کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر او د سویډن د کډوالو چارو وزیر یوهان فوسېل په ویانا کې د «پناه او مهاجرت تړون»، «د اروپایي اتحادیې له پولو بهر د پناه غوښتنې پروسې»، او «سوریې او افغانستان ته د اخراج» پر موضوعاتو کارې غونډه کړې.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، وویل، چې دا لیدنه د ویانا د ۲۰۲۵ کال مهاجرت کنفرانس له پیل مخکې وشوه، چې موخه یې د اروپا په کچه د مهاجرت اړوند مهمو موضوعاتو په اړه همغږي وه.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر وویل، « نن موږ د دوه اړخیزو خبرو لپاره سره کښېناستو څو یو شمېر مهم ټکي وڅېړو. دا څرګنده ده چې زموږ دریځونه د پناه پالیسۍ په برخه کې سره نږدې دي، موږ د یوې سختې، پرېکندې او په ورته وخت کې مسوولې اروپایي پناه پالیسۍ ملاتړ کوو».

هغه زیاته کړه چې دواړو هېوادونو تر اوسه ځینې پرمختګونه کړي، خو لا هم نور کارونه په مخ کې شته چې باید ترسره شي. کارنر وویل، « په ځانګړي ډول د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ساتنې په تړاو، نوښتګرې حل لارې لکه د اروپا له پولو بهر د بېرته ستنېدا مرکزونو او د شړلو او بېرته لېږلو چارې، حتاد سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو ته».

سویډن او اتریش دواړه هڅه کوي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته استولو پروسه بېرته شونې کړي.

په همدې موخه، د تېرې اونۍ په پای کې اتریش، سویډن او نورو ۱۸ اروپایي هېوادونو اروپایي کمیسیون ته ګډ لیک استولی.

اتریش له هغو لومړیو اروپایي هېوادونو و چې د طالبانو له ادارې سره یې هم په کابل او هم په ویانا کې اړیکې نیولې دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال د هغو افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی روان دی، چې په اتریش کې په جرمونو محکوم شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د پناه غوښتنې د پروسو د ترسره کولو لپاره د اروپا له پولو بهر د بېرته ستنېدنې مرکزونو جوړول هم د خبرو یوه مهمه موضوع وه. د اتریش او سویډن په باور، دا اقدامات به د قاچاق وړونکو کاروبار کمزوری کړي او د اروپا د پناه پالیسۍ په عادلانه او اغېزناک تطبیق کې به مرسته وکړي.

کارنر د سویډني وزیر فوسېل له نږدې همکارۍ او باور پر بنسټ اړیکو مننه کړې او ویلي یې دي، « موږ د یو بل ترڅنګ ولاړ یو، چې اروپا لا نوره خوندي کړو.»

نور خبرونه

رادیو