د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، چې د دغه سازمان ۱۵ نړۍوال کارکوونکي له شنبې ورځې راهیسې د یمن په پلازمېنې صنعا ښار کې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته د حوثي ځواکونو له ننوتلو وروسته په دغه ودانۍ کې بند پاتې دي.
د هغه په وینا؛ پنځه یمني کارکوونکي چې له شنبې راهیسې په همدې ځای کې نیول شوي وو، خوشې شوي دي. دوجارېک ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نیول شویو کسانو د خلاصون په موخه د سعودي عربستان، ایران او عمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

