صالح: طالبان چې له پاکستان سره د دوحې هوکړې منځپانګه پټوي، حتما پکې «شیطاني» مساله شته

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو ځینې پوښتنې رامنځته کړې دي.دا پوښتنې او نیوکې هغه مهال لا جدي شوې، چې د پاکستان دفاع وزیر د سې‌شنبې په ورځ وویل، په دوحه کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره شوې هوکړه محرم ده.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان ادعا کوي چې چارې یې د اسلام له صدر سره برابرې دي، نو په وینا یې: «د اسلام د پيغمبر په زمانه کې هېڅ داسې څه د محرمانه اسنادو او پټو هوکړو یا ضمایمو په نوم نه و.»

صالح زیاتوي، واقعیت دا دی چې د دوحې هوکړې پټې ضمیمې هغه هم د دویم ځل لپاره محرم نه، بلکې «شیطاني» دي ګنې طالبانو یې پټولو ته اړتیا نه درلوده.

هغه وايي: «خلک باید د طالبانو اړوند اسنادو پټو ضمایمو ته شیطاني ضمایم ووایي.»

طالبان لا تراوسه د پاکستان له دفاع وزیر سره د شوې هوکړې منځپانګه نه ده خپره کړې، خو د یادې ډلې د دفاع وزیر یې دومره ویلي، چې له پاکستاني لوري سره یې د کرښې په اوږدو کې د شخړو پر راکمولو سلا کړې ده او د میکانیزم پر څرنګوالي به یې د ترکیې په غونډه کې چې ۴ ورځې وروسته پیلېږي نورې خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو او پاکستان له یوې اوونې جګړې وروسته د تېرې شنبې په شپه (د تلې په ۲۶مه) د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته د پاکستان دفاع وزیر وویل، له طالبانو سره د اوربند هوکړې متن لنډ دی او پر پاکستان له بریدونو پر مخنیوي او د افغان کډوالو پر منلو محدود دی.

نور خبرونه

رادیو