د طالبانو محلي چارواکي وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې یې ۸۶ تنه چې ۱۰ تنه قاچاق کوونکي هم پکې شامل دي، نیولي دي.
د طالبانو په وینا، یادو کسانو هڅه کوله د هرات د ګلران ولسوالۍ له دو آب سیمې نه په غیر قانوني ډول ایران ته لاړ شي.
طالبان وايي دغه اقدام د سرحدونو د امنیت د ټینګښت، د انساني قاچاق د مخنیوي او د ناقانونه تګ راتګ د کنټرول په موخه ترسره شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا له ایران سره په سرحدي ولسوالیو کې د افغانانو د نیول کېدو راپورونه زیات شوي دي.

