له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې امریکایي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د سقوط لپاره شرایط برابر کړي.
ګراهام وویل: «ټرمپ به مادورو له واکه وغورځوي. هغه به سقوط وکړي. هغه د نشهیي توکو پلورونکی، قاچاق کوونکی او یو نامشروع ولسمشر دی او ټرمپ به د هغه د سقوط لپاره شرایط برابر کړي.»

