محافظه کاره سیاستواله سانای تاکایچي د سېشنبې په ورځ د استازو او مشرانو جرګې د رایو په ګټلو سره د جاپان لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه. اغلې تاکایچي د جاپان د استازو جرګې له ۴۶۵ څخه ۲۳۷ رایې ترلاسه کړې دي.
سانای تاکایچي د مشرانو جرګې د ۱۲۵ رایو په ترلاسه کولو سره د جاپان نوې لومړۍ وزیره شوه. ښایي سانای تاکایچي د سېشنبې په ماښام لوړه وکړي.

