د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د یو مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه. هوکړه د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي او افغان اېډ موسسې ترمځ لاسلیک شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ په یادو نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت به د کونړ ولایت د څوکۍ او نورګل ولسوالیو زرګونه کورنیو ته د نغدي مرستو سربېره د حفظ الصحې په برخه کې هم مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې په کونړ ولایت کې زلزله ځپلو اندېښنه ښودلې وه چې د ژمي په رارسېدو به د دوی ستونزې څو برابره شي او باید لاسنیوی یې وشي.

