ملا برادر: ګاونډیان دې د نورو ملي حاکمیت او غرور ته په سپکه سترګه نه ګوري

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر پاکستان په غیر مستقیم ډول غږ کړی، چې د هېوادونو ملي حکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو ته دې مخه کړي.

ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان له ملي رهبر قربان علي بردي محمدوف او مل ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې «د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه وکړي».

نوموړي پاکستان ته له مستقیمې اشارې پرته، چې په دې وروستیو کې یې پر کابل او کندهار هوايي بریدونه ترسره کړل، وویل، چې « د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري».

برادر دغه خبرې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو د لیدنې پرمهال کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې، چې په پایله کې یې تر ۵۰ ډېر ملکي افغانان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

دغه نښتې د قطر او ترکیې په منځګړتوب د یوې اعلامیې له خپرېدو سره درېدلې دي.

په دې ناسته کې قربانقلي بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

نور خبرونه

رادیو