کوشنر او وېټکاف: د خبرو اترو پرمهال د حماس استازو ته د ټرمپ له‌خوا تضمینونه ورکړل شوي وو

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د غزې د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا استازو جرد کوشنر او سټیو وېټکاف سي بي اېس نیوز ته ویلي، چې د حماس مشرانو سره د مستقیمو خبرو اترو پرمهال د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د یادې ډلې استازو ته شخصي تضمین ورکړل شوی و.

کوشنر وویل:« د حماس تر ټولو لویه وېره دا وه، چې اسراییل به د یرغمل شویو کسانو تر خلاصون وروسته جګړه بیا پیل کړي.»

وېټکاف هم وویل: «ټرمپ وویل، چې موږ د دغه تړون تر شا ولاړ یو. هیڅ اړخ نه‌شي کولای دغه شرایط نقض کړي. دواړه خواوو سره به یو شان او عادلانه چلند وشي.»

نور خبرونه

رادیو