د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي چې باید ترهګري ژر ختمه شي. هغه زیاته کړې، چې ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه ناامنه کړې ده.
جیو نیوز د خواجه اصف له خولې لیکلي:« دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ د کابو کولو لپاره جدي هڅې وکړي؛ خو که ترهګري کابو نهشي د سیمې امن ته جدي ګواښونه پېښولای شي.»
د پاکستان دفاع وزیر له طالبانو سره د اوربند تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون په اصل کې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب شوی دی. هغه ویلي:« موږ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د (تلې ۲۷مه) په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ۴۸ ساعته اوربند وروسته د سولې تړون وشو، چې اعلامیه یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه.

