د ایران د تایباد ولسوال ویلي، چې د دوغارون پر پوله د بېاسناده افغانانو د ستنېدو کچه د تېرې میاشتې پرتله روانې اکټوبر میاشت کې ۳۰سلنه زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا؛ د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یادې پولې یو مېلیون او ۲۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د تایباد ولسوال حسن جمشیدي ایراني رسنیو ته ویلي، د اګسټ او جولای میاشتو پرتله د افغانانو د ستنېدو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، اېستل کېدونکي افغانان د ایران د ۱۱ ولایتونو له ځانګړو پنډغالو څخه په مستقیمه توګه د دوغارون پولې ته ورځي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ستنېږي.
جمشیدي وویل، چې د دوغارون پوله د ناقانونه افغانانو د اېستلو لومړنۍ او تر ټولو مهمه لاره ده. هغه وایي، ډېر ژر به پر دې لاره د بهرنیو وګړو د پېژندنې او ثبت لپاره بایومټرېک سیسټم هم فعال شي. د ایران میلک، ماهیرود او همدا دوغارون د افغان وګړو د ستنېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
له دې سره سم په ایران کې افغان کډوالو د پولیسو له ناسم او ظالمانه چلند څخه هم شکایتونه کړي دي. دغو ستنو شویو کډوالو ویلي، چې هلته ورته په پنډغالو کې د څښاک اوبو، خوراک او نورو اړتیاوو اسانتیاوې نه وې برابرې. همدا راز ایراني پولیسو ستانه شوي افغانان شکنجه کړي او په زوره یې ترې پیسې هم اخیستې دي.
هممهاله په پاکستان کې هم د افغان کډوالو ژوند تنګ شوی او اسلاماباد پرلهپسې اعلانونه کړي، چې نور ورته د افغان کډوالو حضور د منلو وړ نهدی. له تېرو درې ورځو راهیسې د یاد هېواد د پلازمېنې په ګډون بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیولو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
که څه هم د کډوالو ملاتړو سازمانونو له ایران او پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه دې د افغان کډوالو ستنېدو ته نه مجبوروي؛ خو دواړو ګاونډیانو دغو غوښتنو ته چندان پام نهدی کړی او په بېسارې توګه یې د اېستلو عملیات چټک کړي دي.

