د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې په سیمه کې اوسني جیو سیاسي وضعیت ته په پام، ټاپي پروژه مړه ده. صالح وايي، دا پروژه دمګړۍ له کندهار اخوا نه شي غځېدای. نوموړي دې پروژې ته د انګریزانو «مړ اس» اصطلاح کارولې ده.
امرالله صالح، چې د طالبانو د سیاستونو ستر منتقد او مخالف دی، پر خپل اېکس لیکلي، چې په اوسمهالي جیو سیاسي وضعیت کې د ټاپي پروژه مړه ده او د طالبانو په واکمنۍ کې دا پروژه تر ډېره له کندهار اخوا نه شي غځېدای.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.
صالح وايي، لکه څنګه چې انګریزان وایي، دا یو «مړ اس» دی.
نوموړي ددې پروژې د پلیتابه د شرایطو په اړه ویلي، چې « که غواړئ دا پروژه عملي شي، نو باید لومړی اساسي قانوني نظم بېرته اعاده شي».

