ایټالیا د راستنو شویو افغان کډوالو او له هغوی سره د مېشتو کوربه ټولنو د زیانمنو غړو د ملاتړ لپاره د دوه میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، دا مرستې به له ۲۰ زرو څخه ډېرو افغانانو د بیا ادغام په برخه کې، چې له نیمایي ډېر یې ښځې او نجونې دي، مرستندویې تمامې شي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت په خپل رسمي ایکس کې د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، «ایټالیا د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ژمنه ده چې خپلو کورونو ته ستنېږي».
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه مرسته به د راستنو شویو کډوالو لپاره د بنسټیزو اړتیاوو، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د بېرته پیل د امکاناتو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

