د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې لوږه مخ پر ډېرېدو ده

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

یاد سازمان وايي، چې په افغانستان کې خوارځواکي هم په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده.

دوی زیاتوي،چې دوی د تمویل محدودیتونو له امله یوازې د اړمنو خلکو یوه کوچنۍ برخه حمایه کولی شي.

د خوړو نړیوال سازمان نن د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، د ژمي له پیل څخه مخکې په افغانستان کې د اړمنو لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه وکړه.

له دې وړاندې یاد سازمان ویلی، چې په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کیږي.

د یاد سازمان د وړاندوینو پر بنسټ، په افغانستان کې به د روان کال تر پایه پورې ۳،۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو