تازه خبر

طالبان وايي د سپین بولدک لار د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

طالبانو اعلان وکړ، چې د سپین بولدک لاره د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې د سپین بولدک یوه برخه وړاندې د افغان کډوالو لپاره پرانېستې وه، خو اوس لاره د سوداګرۍ پرمخ هم پرانېستل شوې.

په ورته وخت کې په کندهار کې خبریالان وايي، د کندهار د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یوازي تشو کانټېنرونو او هغو لاریو ته اجازه ورکړل شوې، چې د سپین بولدک خوا ته په افغانستان کې بند پاتېدي. د خبریالانو په وینا، د ټرانزیټ بار موټرونو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو