د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال وايي، د ټاپي پروژې د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په یوه کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۸مه، وویل، چې ملا برادر د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې له مرستیال باتور امانوف سره کتلي دي.
طالبانو د باتور امانوف له قوله ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره برخه هم د پايپ غځولو لپاره تیاره شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ۳۰ کيلومترو لپاره نلونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او د طالبانو اداره ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.
د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال دغه راز ویلي، چې په راتلونکي يوه کال کې به په افغانستان کې ددغې سيمه ييزې پروژې چارې بشپړې کړي.

