د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، دمګړی ۲ زره او ۲۰۰ ټانکره تېل د افغانستان په خاوره کې درول شوي، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبان بیا هر کله د ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېدونکي کم کیفیته تېل بېرته مستردوي.
د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د دغه هېواد د ولایتونو تر منځ په غونډه کې له مرکزي حکومته د ډېرو واکونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که والي ډېر واک ولري، نو کېدای شي ډېرې ستونزې او په ځانګړې توګه له افغانستان سره پر وخت حل شي.
د نوموړي په وینا، که چېرې دومره واک ورکړل شي چې د هېواد د ګټو لپاره اقدام وکړي، نو سمدستي په افغانستان کې له تېلو بار درول شوي ټانکر بېرته د «دوغارون» ازادې سیمې ته راولېږدوي او د تېلو له اصلاح کولو وروسته یې بېرته صادروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په بندرونو کې د تېلو کیفیت له ارزونې وروسته د تېلو ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي، خو که تېل کم کیفیته وي، نو سمدستي یې بېرته مبدا هېواد ته مستردوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ تېل له ایران سربېره له منځنۍ اسیا راواردېږي.
د مخکېنیو راپورونو له مخې، د واردیدونکو تېلو لپاره د طالبانو د نویو معیارونو له امله د ایران او عراق سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پر پوله بند پاتې دي. د تېلو ویل کېږي، چې یادو ټانکرونو ته د طالبانو له خوا افغانستان او یا هم بېرته ایران ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د ایران رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ، چې د طالبانو د مالیې وزارت له مخکینۍ خبرتیا پرته د تېلو معیارونه بدل کړي، چې له امله یې پر پوله د تېلو سلګونه ټانکر بند پاتې دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو مالیې وزارت په ناڅاپي ډول د ډیزلو او نورو تېلو د سلفر اندازه راټیټه کړې ده او هغه تېل چې وړاندې به د لوړې کچې سلفر سره افغانستان ته انتقالېدل، اوس یې مخه نیول کېږي.
ایراني ټانکر چلوونکي وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته له تېلو ډک سلګونه ټانکرونه د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، دغه بندیز اوس څلورمې میاشتې ته داخل شوی او د تېلو ټانکرونه د تېلو د تخلیه کولو او بېرته ایران ته د ستنېدو اجازه نه لري.

