چین پر امریکا تور لګولی، چې د دغه هېواد د وخت پر مرکز یې سایبري بریدونه کړي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

چین ادعا کوي، چې امریکا د دغه هېواد ملي وخت مرکز کې نفوذ کړی او پر یاد مرکز یې سایبري بریدونه کړي دي. چین وايي، دغه بریدونه کولای شي د مخابراتي شبکو، مالي نظام، برېښنا رسولو او نړۍوال معیاري وخت ته زیان ورسوي.

د چین د ملي امنیت وزارت ویلي، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) له ۲۰۲۲کال راهیسې د دغه هېواد د وخت مرکز د کارکوونکو وسایلو او داخلي شبکو ته لاره موندلې ده؛ خو په چین کې د امریکا سفارت دغه ادعا رد کړې او چین یې د نړۍ تر ټولو لوی سایبري ګواښ بللی دی.

د ملي وخت مرکز هغه څېړنيز مرکز دی، چې د چین د علومو اکاډمۍ په تشکیل کې د دغه هېواد د معیاري وخت د تولید، ساتنې او خپرولو مسوولیت لري.

نور خبرونه

رادیو